په پانگونه کې سلامشورې

لید لوری

یوې داسې ټولنې ته رسیدل , چې پانگه وال وکولای شي خپلې مادي او معنوي شتمنۍ په بیلا بیلو سکتورونو کې په بشپړ ډاډ او د مناسبو عوايدو په ترلاسه کولو سره وکاروي او د حقوقي امنیت تر سیوري لاندې سوداگریز فعالیتونه ترسره کړي.

مأموریت

د کورنیو او بهرنیو سوداگرو لپاره چې په افغانستان کې پانگونې ته لیوال دي د خوندي حقوقي چاپیریال رامنځته کول؛ د پانگې اچونې لپاره د مسلکي څیړنې او د اړتیاوو ارزونې څخه وروسته د متخصص او مسلکي ټیم لخوا د اړینو تخصصي او د فعالیتونو د پرمختگ لپاره دوامداره مشورو چمتو کول.

ارزښتونه

د اسلامي شریعت قواعد
د افغانستان نافذه قوانین
څرگند سوداگریز دودونه
د افغانستان امنیت او عمومي نظم
د افغانستان مهمې اقتصادي اړتیاوې
نړیوال اقتصادي بدلونونه

ملکیتونه

د هغو خلکو لټون او موندل چې غواړي خپل ملکیت وپلوري، وپېري یا اجاره کړي. موږ د پرله پسې اعلانونواو نورو میتودونو له لارې بالقوه، مينه وال او   متناسب پیرودونکي سره پیژنو او وصل کوو يې.
په حقیقت کې، د املاکو  د مشاورې فن  یو خورا دقیق او متفاوت میتود دی چې د نوو میتودونو په کارولو سره یو بل ته متناسب پیرودونکي تشخيصوي او يو بل ته يې سره پیژني او د معاملاتود ترسره کولو چارې  گړندۍکوي.
د خرڅلاو او اجارې لپاره املاک: د هر ملکیت لپاره د ځانگړي لیست چمتو کول، چې قیمت، گټې، اصلي او فرعي ځانگړنې او د پام وړ ملکیت پورې اړوند ټول مهم توکي پکې شامل دي.
پلورونکي او پېرودونکي ته د غوره وړاندیز په اړه خبرې اترې او تنظیمول: دا د پېرودونکي او پلورونکي ترمنځ د اړیکو مدیریت دی ، موږ به دواړو خواو ته غوره ممکن وړاندیز ورکړو.
د قراردادونو او اسنادو چمتو کول او تنظیمول: د وړاندیزونو له وړاندې کولواو د اړخونو د رضایت ترلاسه کولو وروسته، د مشاورې کارکوونکی  اړین قرارداد او اسناد چمتو کوي، ترڅو د ملکیت مالکیت په قانوني توگه پېرودونکي ته ولیږدول شي.

سوداگري

د مالونو او خدمتونو سوداگري او مبادله د کار یو سخت او گټور ډگردی چې په دې ډگرکې کارکول د لوړې کچې  پوهې او پوهاوي ته اړتیا لري. ځکه چې د نړیوالې سوداگرۍ ساحه تل د یو لړ بدلونونو او پرمختگونو څخه تیریږي چې د سوداگرولپاره ننگونې رامنځته کوي . هرکله چې یو سوداگر له بشپړې پوهې او معلوماتو پرته په دې ډگر کې گام پورته کړي، هغه به خامخا له لویو زیانونو او تاوانونو سره مخامخ شي.
له هر ډول ماتې یا مالي زیان څخه د مخنیوي لپاره، د حل غوره لار له سوداگريزې مشاورې څخه د مرستې غوښتنه ده. د نړیوالې سوداگرۍ په ډگر کې د بدلونونو په پام کې نیولو سره،که  نوي پيل کونکي سوداگر  وي يا   پخواني اود ډېرې تجربې لرونکي وي د سوداگريزې مشاورې اخيستل ورته اړين دي  دي; ځکه چې د سوداگريزو کارونو  ترسره  کول ،د وارداتو او صادراتو د مختلفو میتودونو کارول او د سوداگرۍ په نورو چارو کې پوهې، پوهاوي او تجربې ته اړتیا ده.
په دې برخه کې ، شرکتونه او اشخاص د سوداگريزې مشاورې په توگه کولای شي تاسو سره د سوداگرۍ په دې پېچلې لار کې مرسته وکړي او ستاسو لپاره لاره هواره کړي موږ به سوداگرو او د کسب او کار خاوندانو ته د سوداگرۍ په لاندې بېلا بېلو برخو کې  بشپړ معلومات چمتو کړو :   صادرات ، واردات ، بِرٙندينگ،  بازارموندنه ، د اکمالاتود لړۍ  مدیریت ، گمرکي قوانین او د ملي او نړیوالې سوداګرۍ اړوندې مسألې.

صادرات

په نړیواله سوداګرۍ کې صادرات( Export)هغه توکي یا خدمتونه  دي چې په یو هیواد کې تولیدېږي او پر بل هېواد پلورل کېږي. د دې توکو او خدمتونو پلورونکي صادروونکي دي او بهرنی پیرودونکي واردوونکي دي.
صادرات یو لړ قواعد او خنډونه لري او په دې برخه کې سوداگريز خنډونه په لاندې ډول  دي  قوانین، مقررات، د دولت سياستونه یا  رويې ،چې کورني تولیدات له بهرنیو سیالیو څخه ساتي. په داسې حال کې چې د سوداگرۍ محدودونکې طریقې او لارې کله ناکله ورته اغېزه لري؛ مگر معمولا  د سوداگريزو  خنډونو په توگه  نه گڼل کېږي.د بهرنۍ سوداگرۍ  تر ټولو مهم خنډونه د دولت لخوا تحميل شوې اقدامات او سياستونه   دي چې د توکو او خدمتونو نړیوال مبادلات محدودوي یا  ترې مخنیوی کوي.
د پر وخت خبرېدو  ، د  وخت ضایع کیدو څخه  د مخنیوی  او د خپلو  صادراتو او توليداتو په اړه   د دقیقو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره ، موږ سره اړیکه ونیسئ، د خپلو مالونو اړینې اسانتیاوې او  اړمن هیوادونه په علمي، دقیق او ټیټه بیه انتخاب کړئ.