کډوالي

کډوالي د مورني هېواد له چاپېريال او اصلي جغرافیې څخه په يوه نوې جغرافیه او هېواد کې پاتې کېدل دي، دا د انسانانوترمنځ یوطبيعي دود دی. کډوالي کله ناکله د بیلابیلو دلایلوله امله، لکه: ناوړه اقلیمي شرایط، طبیعي پیښې یا د حکومتونو لخوا له بشري اړتیاوو څخه د سرغړونې یا غفلت له امله؛ لکه بېکاري، فقر، د خوړو نشتوالی، ناروغۍ، سیاسي اختلافات، د امنیت نشتوالی، جبر او تهدید، نژادي یا قومي تصفیه، جګړه او آن عام وژنې له امله د اوسیدونکو د جبري بې ځایه کېدو لامل کېږي. په ځینو حالتونو کې، کډوالي اختیاري ده، کډوال د ښه ژوند د شرایطو د ترلاسه کولو لپاره، لکه :غوره زده کړه، ښه اقتصادي عاید، ښه کور، غوره روغتیایي خدمتونه، مدني او سیاسي ازادۍ کډوالي ته مخه کوي. کډوالي هم  په رسمي او هم په قاچاقي توګه ترسره کېږي؛ نن ورځ، د کډوالۍ ترټولو لوی شمېر له ختیځ څخه لویدیځ ته دی، چې هم د مغزو د تېښتې لامل گرځي او همدارنگه انساني ځواک په لوړه کچه په ارزانه بیه لېږدول کېږي. هغه بهیرچې یو وخت يې له لویدیځ څخه ختیځ ته دوام درلود. مگر توکمیزاو کلتوري توپیرونه د کډالو لپاره جدي ننګونې رامنځته کوي، چې ځینې وختونه د کډالو په وړاندې د جدي زیانونو لامل ګرځي. په نورو هېوادونو کې ډیری کډوال په غیر معمولي کارونو،لکه کرنه، جوړونه ، د رستورانت او هوټل مدیریت، سپین ږیرو اوسپین روبو ته پاملرنه او د هغوی پالنه ،د کورونو په پاکولو او خدمت کې بوخت دي، یا هم  دې ته  اړکېږي چې په ټیټ معاش سره درانه او ستونزمن کارونه وکړي، او په ځینو مواردو کې دوی دې ته اړایستل کېږي چې په تور او غیرقانوني فعالیتونو کې ښکېل شي یا له استثمار او ټولنیز ناوړه چلند سره مخ شي لکه گوښه کېدل ، استثمار، جنسي ناوړه گټه اخیستنه، او د توکمپالنې حرکتونو قرباني کیدل. له نږدې نیمې پېړۍ راهیسې، افغانستان نورو هېوادونو ته د خپلو اتباعو د کډوالۍ لوړه کچه لري. له همدې امله د مهاجرت د لاملونو او عواملو مطالعه او ارزونه ځانګړی اهمیت لري او له دولت او نړیوالو بنسټونو سره مرسته کوي چې د افغانانو د کډوالۍ د عواملو، کچې او اغیزو په پېژندلو سره انساني او عملي تګلارې غوره کړي.