حکومتولي

حکومتولي د هیواد د اقتصادي او ټولنیز پرمختگ په مدیريت  کې د ځواک کارولو لاره ده.  حکومتولۍ  د اداري حقوقو په ادبیاتو کې  د پریکړو یا سياست جوړونې بهير او د دې پریکړو په پایله کې د پلانونو په وخت پلي کولو په معنی ده . د حکومتولۍ اصطلاح کله ناکله د ښې حکومتولۍ په معنی هم کارول کیږي او د  يو دولت له منابعو سره په مناسب وخت او متناسب ډول د خلکو لپاره د یو نظام د عامه ادارې له لارې د تخصصي مديريت او رهبرۍ  اصولو سره سم د عادلانه خدمتونو  چمتو کولو په معنا دی. د ښې حکومتولۍ برخې په لاندې توگه دي لکه؛ د قانون حاکمیت، گډون، عدالت، روڼتیا او مسؤوليت مننه . حکومتولي او د ښې حکومتولۍ رامنځته کول له یوې خوا د دولت، خلکو او د بېلابېلو ټولنیزو او حقوقي بنسټونو ترمنځ پراخې همکارۍ ته اړتیا لري او له بلې خوا دا مفهوم علمي او عملي تبيين ته اړتیا لري چې  “نماد عدالت” په دې اړه دوامداره او هدفمند کار ته ژمن دی.