اقتصاد او سیاسي اقتصاد

په اتلسمه پېړۍ کې د سیاسي اقتصاد رامنځته کېدو  له خلکو سره د اړتياوو د تامين  نظام( د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د توکو د وېش او تولید طریقه)  په برخه کې ډېره مرسته وکړه او د «سیاسي اقتصاد» اصطلاح د  پخوانۍ اصطلاح ( اقتصاد) پر ځای وکارول شوه.
سیاسي اقتصاد د ټولنیزو علومو يوه څانگه ده , چې د خلکو ، دولتونو او عمومي سياستونو  په متقابلواړیکو تمرکز کوي. په بل عبارت؛ سیاسي اقتصاد د ټولنیزو علومو یوه څانگه ده چې د عاید او شتمنۍ د تولید او ویش اړوند قوانین او د بشري ټولنې د ودې او پرمختگ په مختلفو پړاوونو کې د هغې اغېزې څېړي. سیاسي اقتصاد پوهان د سرمايه دارۍ ،سوسياليزم ،کمونيزم او اسلام اقتصادي نظريو کړنې په رښتیتې نړۍ  کې مطالعه کوي.
په  پایله کې سیاسي اقتصاد د اقتصاد په ډگرکې د دولتونو او اتباعو  ترمنځ متقابلې اړیکې تشریح کوي، پر دې اساس د سیاسي اقتصاد مطالعه زموږ د ټولنې یو له مهمو اړتیاوو څخه ده، او ” نماد عدالت ”  په دې برخه کې ځان د څیړنې لپاره ژمن گڼي.