دښځو حقونه

د ښځو له حقونو څخه موخه د ښځو هغه بشري حقونه دي چې په ځینو ټولنو کې د تاریخي او کلتوري دلایلو له مخې یا د نامعقولو دودونو  تر اغیزې لاندې له پامه غورځول او نقض کیږي. د بدن بشپړتیا، خپلواکي، د خپلواک قانوني او حقوقي  هویت حق، د زده کړې حق، د واده حق، د مهر حق، د سوداګرۍ حق، د کار حق، د نارینه وو سره د مساوي معاش حق، د  قرار داد د تړون حق ، د ټولنیز او اقتصادي ګډون حق، د میراث حق، د رایې حق او سیاسي ګډون حق، د نارینه وو په پرتله د ښځو لپاره ځانګړي امتیازات، لکه د سخت او شاقه ، روغتیا ته زیان رسوونکي ، د شپې کار او اوږدو کاري ساعتونو څخه معافیت  ، محافظتي امتیازات د ښځو لپاره د کار ځای کې، د دې حقونو تر ټولو مهم مصداقونه  دي. په عمل کې د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې ښځې له دغو حقونو بې برخې دي او له دغو حقونو څخه د سرغړونې کچه د درېیمې نړۍ په هېوادونو کې په لوړه معیار ده. د ښځو د بشري حقونو د تامین لپاره د ښځو د حقونو د سرغړونو د ریښو او د هغو د حل په اړه هراړخیزو علمي څیړنو ته سخته اړتیا ده.