بشري حقونه

بشري حقونه د هر انسان لومړني او  اساسي حقونه دي، چې د انسان په حیث ترې ګټه پورته کوي. بشري حقونه چی په اصل کی  اخلاقی منشأ لري،  عمومي، نړیوال، یو له بل سره تړلي، نه بیلیدونکې او الزامي  حقونه دي چې ټول انسانان تری په طبیعي او مساوي ډول  پرته له کوم  تبعیض او امتیاز څخه برخمن دي، نو د نړۍ په هیڅ ګوټ کې هیڅوک له دې حقونو نه  محروم  او دغه حقونه تر پښو لاندې کېدای نشي.د یو شخص  له دې حق څخه سرغړونه د بشري حقونو څخه سرغړونه ګڼل کیږي. د بشري حقونو پیژندنه او مراعات د ازادۍ، عدالت ،د ټول بشریت د ګټو د ساتلو او ترویج بنسټ جوړوي او په پایله کې د نړیوالې سولې او امنیت سبب کیږي. بشري حقونه په نړیوالو اسنادو کې په ځانګړې توګه د بشري حقونو نړیواله اعلامیه کی منعکس شوي دي.  د بشري حقونو عمومي مصداقونه : مدني، سیاسي، اقتصادي، ټولنیز، کلتوري او اجتماعي حقونه دي چې پرته له جلاوالي یوځای سره  مراعات شوي او هیڅ کورني یا نړیوال چارواکي حق نلري چې په خپل سر یې محدود او سلب کړي. ملګري ملتونه او دبشرپالنې  نړیوال سازمانونه د بشري حقونو د پراختیا او د دوی  څخه د سرغړونو د مخنیوي لپاره کار کوي. مګر په عمل کې، د بشري حقونو بشپړ رعایت یوه هیله او ارمان  [په ځانګړې توګه په دریمه نړۍ کې] پاتې دی. د دې اصلي لامل د دغو حقونو په اړه د اکثرو انسانانو د پوهاوي نشتوالی او په دغو هېوادونو کې د حکومتونو له خوا  سرغړونې دي. نو د يادو حقوقو د ترلاسه کولو په لاره کې د شته خنډونو په ګوته کول او د دې کړکېچ د له منځه وړلو لپاره د علمي حل لارې برابرول  يوه لويه انسانی دنده ده چې  ( نماد عدالت ) په خپل وار سره  په دې برخه کې نه ستړي کېدونکو هلو ځلو ته ژمن دی.