حقوقي پروژې
حقوقي عامه پوهاوی
انسان یو ټولنیز موجود دی او د ټولنیز نظم ساتل او د ټولنې د غړو ترمنځ د سوله ایزو اړیکو رامنځته کول د عدالت په ټیگښت پورې اړه لري. د عدالت تامین هم له اتباعو څخه غواړي چې د قانون په وړاندې چې د چارواکو لخوا پلي کیږي له خپلو حقونو او مکلفیتونو څخه خبر وي. د مدني، کورني، سوداګریزو او جزایي حقوقي مقرراتو په گٔډون ، تر ټولو مهم بشري حقونه، په کورنیو قوانینو او نړیوالو کنوانسیونونو کې منعکس شوي؛ کله چې ښاریان د قانون په وړاندې له خپلو حقونو او مکلفیتونو خبر نه وي او له بلې خوا چارواکي د قانون په پلي کولو کې غفلت وکړي، عامه نظم ګډوډیږي او ګډوډي رامنځ ته کیږي.
د افغانستان اکثریت خلک له خپلو اساسي حقوقو څخه چې په قوانینو کې یې وړاندوینه شوې، برخمن نه دي او عدالت ته لاس رسی نه لري. په ولایتونو کې عدالت ته د لاسرسي کچه د ښارونو په پرتله خورا ټیټه ده. له همدې امله، د عامه پوهاوي د خبرو اترو، کمپاینونو، غونډو، سیمینارونو او ورکشاپونو جوړول، په حضوري او مجازي بڼه ، د حقوقي خدماتو په ځانګړي ډول د هیواد په حساسو شرایطو کې له لومړیتوبونو څخه دی.
د پوهنتونونو له حقوقي کلینیکونو سره همکاري
فلسفۀ ایجاد کلینیک های حقوقی را آموزش و فراگیری روش های عملیِ بهکار انداختن دانش حقوق در حل و فصل قضایا از طریق تدویر برنامه های عملی (تمثیلی+ واقعی) تشکیل می دهد. در این کلینیک ها، دانشآموزان رشته های حقوق و شرعیات از سوی استادان مجرب و مسلکی آموزش داده می شوند تا روند پیگیری و تعقیب یک قضیۀ جزایی یا حقوقی را از ابتدای بُروز حادثه یا نزاع و پیوست به آن طی مراحل مختلف یک دوسیه الی تکمیل و رسیدگی قضایی و بعد از رسیدگی قضایی را فرا بگیرد.
برای رسیدن به مأمول فوق، به تدویر برنامه های عملی که از سوی حقوق دانان مجرب و مسلکی و یا در همکاری با آنان راهاندازی گردد، شدیداً نیاز وجود دارد. شرکت حقوقی نماد عدالت، مصمم است که از طریق تدویر برنامه های آموزشِ عملی از سوی حقوق دانان و استادان مجرب، متخصص و مسلکی، کلینیک های حقوقی پوهنتون ها و محصلان آنها را کمک کند، تا سطح توانایی های خود را در پیشبرد عملی و حل و فصل قضایا افزایش داده و و از این طریق در تقویت و معیاری سازی نظام رسیدگی به قضایا سهیم بگیرد.
حقوقي، اداري او مسلکي زده کړې
برای مسلکی شدن یک حقوق دان تنها فراگیری دروس نظری در پوهنتون ها به هیچ وجه کافی نیست. بنابر این لازم است تا دوره های آموزش حقوقی از سوی اساتید و کارشناسان مجرب در زمینه های مختلف حقوقی و کاربرد عملی حقوق در جامعه و ادارات برای محصلان و فارغ التحصیلان رشتۀ حقوق تدویر گردد، تا با جرأت تمام وارد بازار کار در این عرصه شوند.
همچنان محصلان و فارغان تازه کار ضرورت دارند، تا جنبههای حقوقی و مسلکی روابط اداری را به صورت علمی فرا گرفته و بتوانند در پیشبرد امور اداری موفقانه بدرخشند و با موانع و مشکلات مواجه نگردند. گروهی از متخصصین شرکت نماد عدالت در نظر دارند، تا آموزشهای حقوقی، اداری و مسلکی را دایر و از این طریق افراد ذی علاقه را با دانش مسلکی مجهز ساخته و در شگوفایی نظام اداری کشور نیز نقش خویش را بازی کنند
د بې وزلوکسانو لپاره د وکالت وړیا خدمتونو وړاندې کول
څرنگه چې د شخړو او اختلافاتو رامنځته کېدل معمولاً د ښکېلو خواوو په غوښتنه او ارادې له امله نه وي ،بلکې داسې حالات رامنځته کېږي چې خلک په ناببره توگه جگړې ته اړوي.
په داسې حال کې چې د ټولنې گڼ شمېر خلک حقوقي سواد او په ځانگړې توگه د عملي قضیو د پرمخ وړلو وړتيا نه لري او نشي کولای خپلې حقوقي یا جنایي قضیې د اړوندو څانگو پر وړاندې پرمخ يوسي، له بلې خوا د کمزوري اقتصاد له امله نشي کولای چې د خپلو حقوقي يا جزايي قضیو د حل لپاره مدافع وکيل استخدام کړي، د نماد عدالت حقوقي شرکت د دې حساس وضعیت په درک کولو سره ژمن دی چې دهیواد ددغې کتگورۍ خلکو ته وړیا حقوقي خدمتونه وړاندې کړي.
د بې وزلواو مستحقو کسانو لپاره د وړیا حقوقي مشورو وړاندي کول
په افغانستان کې ډېر داسې کسان شته چې له حقوقي قضیو سره مخامخ دي په داسې حال کې چې ټول د دې قضیو په علمي او حقوقي توگه د حل لپاره لازمه حقوقي پوهه نه لري. په پایله کې دوی له هر کم تجربه کس څخه د دې قضيو د حل لپاره د همکارۍ غوښتنه کوي، او په پای کې له مختلفو او غیر مسلکي مشورو او نظرونو سره مخامخ کیږي او د سمې لارې غوره کول ورته ستونزمن کیږي.
له بلې خوا، ډیری دا خلک د دې وړتیا نه لري چې د تجربه لرونکو او متخصصینو لپاره د مشورې پيسې ورکړي، ترڅو مسلکي او باوري مشورې ته لاسرسی ومومي.
د نماد عدالت شرکت هڅه کوي چې اړمنو او بېوزلو خلکو ته وړیا حقوقي مشورې ورکړي.
د مستحقو خلکو لپاره د وړیا حقوقي لیکنو خدمتونو وړاندې کول
د افغانستان قضایي سیستم یو مختلط قضایی سیستم دی. په دې سیسټم کې، د محاکمې بهير په شفاهي او ترافعي توگه او ځینې برخې يې په لیکنۍ بڼه ترسره کېږي. له همدې امله، د دعوو دواړه اړښونه د خپلو دعوو د پر مخ بیولو په بېلابېلو پړاوونو کې مکلف دي چې لاندې ذکر شوي رسمي اسناد ترتیب کړي، لکه؛ د حقوقي عریضو ترتیب، د استعلامونو او مکتوبونو ځوابول،صورت دعوی، دفاعیه، د دفاعيې دفع او ردونه او اعتراضیه. چې ددې اسنادو ترتیب د دعوو د دواړواړښونو له صلاحیت څخه بهر دي او یواځې تجربه لرونکي او مسلکي حقوق پوهان يې کولای شي. د دې ستونزې په درک کولو سره، د نماد عدالت شرکت د مستحقو او اړمنو کسانو لپاره چې د خپلو حقوقي اسنادو د ترتيب پيسې نشي ورکولی د وړیا حقوقي ليکنوخدمتونه وړاندې کوي.