د اقلیتونو حقونه

د اقلیتونو او ځایي خلکو د توکميز، مذهبي یا ژبنۍ غوښتنې په توگه د بشري حقونو د نړیوال قانون یوه نه بېلېدونکې برخه ده. لکه: د ماشومانو حقونه، د ښځو حقونه، د سیاسي پناه غوښتونکو حقونه؛ د اقليتونو حقونه یو کالبد یا یو قانوني چوکاټ دی چې د ځانگړو ډلو لپاره چمتو شوی دی  چې زیان منونکي دي، یا په ټولنه کې نامناسب یا نازک شرایط لري، او دا قانوني چوکاټ د مساواتو ترلاسه کولو او له ځورونې څخه د ساتنې توان لري . د اقليتونو د حقونو مسأله په یو یا څو هېوادونو پورې اړه نه لري، بلکې د نړۍ ډیری هیوادونه له دې پدیدې سره مخامخ دي او دا مسأله یو له نړیوالو ننگونو څخه شمیرل کیږي. د اقليتونو په حقونو کې لاندې موارد شامل دي لکه؛ د امنیت حق:(ځاني امنیت، مالي امنیت، د کار او اقتصادي فعالیت امنیت، امنیت او د آزادۍ په انتخاب کې ازادي)، د مذهبي برابرۍ حق، د اقلیتونو د ژبې د  په رسميت پېژندلو حق، د زده کړې د ازادۍ حق) په مورنۍ ژبه د زده کړې حق)، قضایي عدالت ( اقلیتونو ته د ژباړونکي ټاکل). د اقليتونو د حقونو تأمينول د دې حق د سرچینې ، د  سرغړونې د عواملو او د دې حق د لاسته راوړلو د لارو چارو په اړه هراړخیزې او پراخې څیړنې  ته اړتیا لري. «نماد عدالت»د دې پېژندل شوي  بشري حق د لاسته راوړلو  په برخه کې پرله پسې   هڅو کولو  ته ژمن دی.