حقوقي خدمتونه

په قضیو کې وکالت

د هرډول قضیو ښه پرمخ بیول کافي وخت ،تخصص او  پوره  تجربې ته اړتيا لري تر څو د قضیې په هر پړاو کې په ښه توگه رول ولوبول شي؛که نه  نو د قضيې د بایللو احتمال به خورا زيات وي او د بې تجربې خلکو له غير مسلکي او نه سټري کېدونکو هڅو  سره سره به مطلوبه  پايله تر لاسه نشي  او  بالاخره  به د قضيې د بايللو لامل وگرځي.
 
 د نماد عدالت شرکت حقوقي ډله چې  له  تجربه لرونکو او مسلکي حقوق پوهانو،د مختلفو حقوقي قضیو مشاورينو او متخصصينو څخه جوړه شوې ده په لاندې  بیلابیلو قضیو کې  د وکالت تخصصي خدمتونه وړاندې کوي :  سوداگريز، مدني ، بانکي او مالياتي ،جزايي ، کورنی او عامه امنيت.
گران هېوادوال کولای شي په پوره ډاډ ، باور او اعتماد سره د خپلو قضیود حل او دعوو د پرمخ بيولو لپاره د نماد عدالت  حقوقي شرکت د وکيلانو ډلې ته مراجعه وکړي.

مالیاتی خدمتونه و سلامشورې

ITR: د عايداتو د کلني اظهارنامې محاسبه او وړاندې کول
BRT: د درې میاشتنيو اظهارنامو محاسبه او وړاندې کول
Wages: د معاشونو د اظهارنامو محاسبه او وړاندې کول
Rent: د کرایې اظهارنامې محاسبه او وړاندې کول
Contractor: د قراردادي اظهارنامې محاسبه او وړاندې کول
Segtas Training:  د مالیې  د قانون پر ا ساس د سیکتاس روزنه

له بدیلو لارو چارو څخه په گټې اخیستنې سره د شخړو له منځه وړل

نن ورځ په نړۍ کې، د شخړو د حل لپاره بدیلو میتودونو ته د مدعیانو تمایل مخ په زیاتېدو دی. په حقیقت کې،  سرعت، ټيټ لگښت، تخصص،  انعطاف مننه او داسې  نور عوامل د دې لامل شوي چې  ادعا کوونکي د قضايي ميتود په پرتله چې اوږد، گران، سخت او انعطاف  نه منونکی دی، بديل ميتودونه غوره کړي. دا  کار د بديلو  مرکزونو د پراختیا  لامل  ګرځېدلی او پردې اساس به  په نړۍ کې ډیر مقررات تصویب شي. د نورو څانګو ترڅنگ، حقوقي شرکت د بدیلو میتودونو له لارې د قضیو د حل لپاره یو ځانګړی مرکز هم جوړ کړی، ترڅو مینه والو ته چټک او بې پرې خدمتونه  وړاندې کړي.