ټولنیز مصؤنيت

مصئونیت د خوندیتوب معنی لري؛ ټولنیز مصؤونیت هغه امتیاز دی، چې یو شخص ترې په طبیعي توگه یا له قانوني مقرراتو سره سم گټه پورته کوي ترڅو وکولای شي په آزاد او خوندي چاپېریال کې خپل بشري، ټولنیزحقونه او امتیازات وکاروي او ښه ژوند وکړي. په قاموس کې، د ټولنیز امنیت اصطلاح د ټولنې زیان منونکو غړو ته ځانگړې شوې ده . په افغانستان کې، هغه مسایل چې د ټولنیز امنیت تر سرلیک لاندې د لومړیتوب په توگه تعریف او تحلیل کېدای شي عبارت دي له: د زیان مننې کمول، له بېوزلو سره مرسته، د کورنیود اقتصاد ښه کول، د ټولنیز عدالت رامنځته کول، د راستنېدونکو کډوالو  لپاره د بیا مېشتېدنې اسانتیاوې برابرول، کورني بې ځایه شوي خلک، د کوچیانو وضعیت ته پاملرنه، د سرحدي اوسېدونکو ملاتړ، د چاپېریالي تاوتریخوالي په وړاندې د ښځو ملاتړ، په کاري او کورني چاپېریال کې، په تعلیمي او تحصیلي حقونو کې له ښځو سره تبعیض، د روغتیایي خدمتونو په وړاندې کولو کې له ښځو څخه ملاتړ، په ځانګړې توگه د ماشوم او مور ملاتړ، د طبیعي پېښو او د اقلیم د بدلونونو په وړاندې د هېواد د اوسېدونکو ملاتړ، او په حرفوي، کرنې، صنعتي او سوداګریزو برخو کې زیان منونکو ډلو ته پاملرنه. که څه هم په افغانستان کې بېلابېلو بنسټونو د ټولنیز امنیت د تامین لپاره ډېرې هڅې کړې دي، خو په عمل کې هغسې چې لازمه ده مثبت بدلونونه نه دي راغلي. نو په دې برخه کې څېړنه د عدالت د سمبول (نماد عدالت) له کاري لومړیتوبونو څخه ده. تر څو د افغانستان خلک په کورنیو قوانینو او نړیوالو تړونونو کې له یادوشویو امتیازاتو څخه برخمن شي.