حقوقي خدمتونه
په قضیو کې وکالت
د هرډول قضیو ښه پرمخ بیول کافي وخت ،تخصص او پوره تجربې ته اړتيا لري تر څو د قضیې په هر پړاو کې په ښه توگه رول ولوبول شي؛که نه نو د قضيې د بایللو احتمال به خورا زيات وي او د بې تجربې خلکو له غير مسلکي او نه سټري کېدونکو هڅو سره سره به مطلوبه پايله تر لاسه نشي او بالاخره به د قضيې د بايللو لامل وگرځي.
د نماد عدالت شرکت حقوقي ډله چې له تجربه لرونکو او مسلکي حقوق پوهانو،د مختلفو حقوقي قضیو مشاورينو او متخصصينو څخه جوړه شوې ده په لاندې بیلابیلو قضیو کې د وکالت تخصصي خدمتونه وړاندې کوي : سوداگريز، مدني ، بانکي او مالياتي ،جزايي ، کورنی او عامه امنيت.
گران هېوادوال کولای شي په پوره ډاډ ، باور او اعتماد سره د خپلو قضیود حل او دعوو د پرمخ بيولو لپاره د نماد عدالت حقوقي شرکت د وکيلانو ډلې ته مراجعه وکړي.
مالیاتی خدمتونه و سلامشورې
ITR: د عايداتو د کلني اظهارنامې محاسبه او وړاندې کول
BRT: د درې میاشتنيو اظهارنامو محاسبه او وړاندې کول
Wages: د معاشونو د اظهارنامو محاسبه او وړاندې کول
Rent: د کرایې اظهارنامې محاسبه او وړاندې کول
Contractor: د قراردادي اظهارنامې محاسبه او وړاندې کول
Segtas Training: د مالیې د قانون پر ا ساس د سیکتاس روزنه
حقوقي مشاوره
له هغه ځایه چې د هر کار لپاره یوې طریقې او د هرې طریقې لپاره اړوندې پوهې ته اړتيا ده نو پر دې اساس هر هغه حقوقي او حقیقي شخص چې ښايي په خپلو شخصي چارو کې د ډېرې تجربې خاوند وي،مگر له قضیو سره د مسؤولانه چلند لپاره چې د قضیې د گټلو احتمال زياتوي د مشورې اهل ته اړتيا لري.
مشاوره چې يوه ديني او شرعي غوښتنه ده، عقلي اصل هم لري او څوک چې د مشاورينو په ملگرتيا د کمپاين او سیالۍ ډگر ته ننوځي، هرو مرو بريالی کېږي د حقوقي مشورې څخه گټه اخیستونکي په پوره ډاډ او اطمينان سره له وروستيو حقوقي مخاطراتو نه په ډېرې زړورتيا سره مخ ته ځي او کولای شي خپلو کارونو ته يوه روښانه راتلونکې رامنځته کړي ځکه چې يوه مسلکي مشوره کولای شي د زغرې په شان له يو شخص سره مرسته وکړي او له خونديتوب څخه يې ډاډمن کړي.
د نماد عدالت حقوقي شرکت د مشاورې ډله د شرکت د دعوو وکيلانو ته د مشورې ورکولو سربېره د قضیوخاوندانو ،محترمو سوداگرو او نورو مینه والو ته د حقوقي مشورې ورکولو ته چمتو دی.
د حقوقي دودیزو اسنادو ترتیب
سند په حقیقت کې د يوې معاملې د طرفينو د حقوقي امتيازاتو او مکلفيتونو ټاکونکی دی، د لارې په څېر په روانو چارو کې هغوی ته لارښوونه کوي او د شخړې په صورت کې د طرفينو لپاره د يو ريښتيني ، اعتماد وړ او مرستندويه شاهد او همدا رنگه د قضیو د حل لپاره د يوې مرجع په توگه کارول کېږي.
په حقیقت کې د معاملې برخليک د هغه سند موادو او گټې پورې اړه لري چې د هغه پر اساس يوه معامله يا يو حالت جوړ شوی وي، پر دې اساس د سند ترتیب له خپل دومره ارزښت او حقوقي اعتبار سره د بې تجربې او غیر مسلکي خلکو له خوا تر سره کېدای نشي ځکه چې د حقوقي سند هر بند ،فقره او ماده کېدای شي د اړوندو خلکو په گټه يا زیان وي، نو اړينه ده چې حقوقي اسناد د تجربه لرونکو او مسلکي حقوق پوهانو لخوا چې د قضیې له بېلابېلو اړخونو سره پوره آشنايي ولري ترتيب او تنظيم شي تر څو مخکې له مخکې د ناوړه پايلو مخنیوی وشي.
د نماد عدالت حقوقي شرکت د مختفلو حقوقي اسنادو د ترتيب په برخه کې د څوکلنې تجربې په درلودلو سره د حقوقي دودیزو اسنادو د ترتيب او په شرعي اسنادو د بدلون لپاره بشپړچمتو والی لري.
له بدیلو لارو چارو څخه په گټې اخیستنې سره د شخړو له منځه وړل
نن ورځ په نړۍ کې، د شخړو د حل لپاره بدیلو میتودونو ته د مدعیانو تمایل مخ په زیاتېدو دی. په حقیقت کې، سرعت، ټيټ لگښت، تخصص، انعطاف مننه او داسې نور عوامل د دې لامل شوي چې ادعا کوونکي د قضايي ميتود په پرتله چې اوږد، گران، سخت او انعطاف نه منونکی دی، بديل ميتودونه غوره کړي. دا کار د بديلو مرکزونو د پراختیا لامل ګرځېدلی او پردې اساس به په نړۍ کې ډیر مقررات تصویب شي. د نورو څانګو ترڅنگ، حقوقي شرکت د بدیلو میتودونو له لارې د قضیو د حل لپاره یو ځانګړی مرکز هم جوړ کړی، ترڅو مینه والو ته چټک او بې پرې خدمتونه وړاندې کړي.
د حقوقي اسنادو او قراردادونو ژباړه
حقوقی اسناد او قراردادونه د هرې سوداګرۍ اړینې برخې دي. دغه اسناد د ګوندونو تر مینځ د موافقتنامې رامینځته کولو او ډاډ ترلاسه کولو لپاره کارول کیږي چې ټول ښکیل اړخونه د دوی د حقونو او مکلفیتونو څخه خبر دي. په هرصورت، کله چې د نړیوالو پیرودونکو یا شریکانو سره معامله کوئ، دا مهمه ده چې ډاډ ترلاسه کړئ چې دا اسناد په سمه او مسلکي توګه ژباړل شوي. دا هغه ځای دی چې د حقوقی اسنادو او قراردادونو ژباړه راځي. زموږ د تجربه لرونکو ژباړونکو ټیم د حققی اسنادو او قراردادونو په څو ژبو ژباړلو کې تخصص لري، دا ډاډه کوي چې ستاسو سوداګرۍ کولی شي د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د پیرودونکو او شریکانو سره په اغیزمنه توګه اړیکه ونیسي. موږ د دقت او محرمیت په اهمیت پوهیږو کله چې دا حقوقی اسنادو ته راځي، له همدې امله موږ د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره خورا پاملرنه کوو چې ټولې ژباړې د لوړ کیفیت څخه دي او زموږ د پیرودونکو ځانګړي اړتیاوې پوره کوي.